افغانستان او ایرلینډ لوبډلي نن د ۲۰ اووره کرکټ دویمه سیالي تر سره کوي

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلي د درو ۲۰ اووریزو سیالیو په دویمه لوبه کي له یو بل سره مخامخ کیږي.
دغه سیالي د شارجې په لوبغالي کي نن د مارچ پر ۱۷مه د افغانستان پر وخت د ماخوستن پر اته نیمو بجو پیلیږي.
دا په داسي حال کي ده چي ایرلینډ د مارچ پر ۱۵مه په لومړۍ سیالۍ کي کوربه افغانستان ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه.
په هغه لوبه کي لومړی بیټینګ ایرلینډ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کي یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډي کړي وې.
په مقابل کي افغان لوبډلي ښه توپوهنه ونه کړای سوه او لوبغاړي ژر، ژر وسوځېدل.
ټاکل سوې چي د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د مارچ پر ۱۸مه ترسره سي.
تر دې مخکي افغان لوبډلي له ایرلینډ څخه د درو ۵۰ اووریزو یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه خو یوازینۍ ټېسټ سیالي یې ورڅخه بایللې وه.