افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز لګول سوی دی

ځینو رسنیو ته د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په حواله خبر ورکړی چي افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز لګول سوی دی.
چارواکو بېنیټ د افغانستان په اړه په تبلیغاتو تورن کړی او پر هغه د بندیز لامل یې هم همدا موضوع یاده کړې ده.
بېنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کي د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر په توګه وټاکل سو.
هغه د خپل ماموریت له پیل راهیسي څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او هر ځل یې ا.ا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض تورن کړی دی.
بېنیټ دغه راز حکومت په جنسیتي توپير پالنه هم تورن کړی خو چارواکو بیا هر ځل د هغه د راپور موندني رد کړي دي.