افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کي ۹۲ سلنه زیاتوالی راغلی

د پاکستان مرکزي بانک وايي، چي د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کي افغانستان ته د دغه هیواد صادرات ۹۲ سلنه زیات سوي.
د راپورونو پر بنسټ افغانستان ته د پاکستان صادرات کي څه باندي ۵۰۴ میلیون ډالر او همداراز له افغانستان څخه د پاکستان وارداتو کي هم ۱۲۵.۸۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي، افغانستان ته د پاکستان صادرات د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د جولای څخه تر ډسمبر پوري ۵۰۴.۲ میلیون ډالرو ته رسیدلي، چي د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۹۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
دا په داسي حال کي ده چي له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم په ورته موده کي د پام وړ وده کړې، چي ۱۲۵.۸۵ سلنه زیاتوالی یې راوستلی دی.