د ایران د نيشاپور د کرني د ادارې رييس علي مبارکي وايي، سره له دې چي زعفران له ايران څخه افغانستان ته صادرېږي، خو افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل سوی دی.
د ایران د راډیو تلوېزیون پر اساس، علي مبارکي پرون ویلي، په داسي حال کي چي په ایران کي د زعفرانو کښت اوږد تاریخ لري، اوس ګاونډی افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل سوی دی.
چارواکي وايي چي د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته، د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کي د زعفرانو کښت زيات سوی دی.
د بلجيم د “مزه” نړیوال انسټېټیوټ د جوزا په مياشت کي اعلان وکړ چي د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
د راپورونو له مخي، افغانستان سږ کال تر ۷۰ ټنه زیات زعفران بهر ته صادر کړي دي.