افغانستان د برما فوټسال ملي لوبډلي ته ماته ورکړل

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلی په یوه دوستانه لوبه کي د برما ملي لوبډلي ته د ۶-۱ په توپیر ماته ورکړل.
د میانمار په کوربه توب په دې سیالیو کي د افغانستان لپاره امید قنبري، حسن حسیني، علي جعفري، سید مجتبی حسیني، فرزاد محمودي ګولونه ووهل.
د میانمار لوبغاړو یوازي یو ګول ووهلای سو.
تر دې وړاندي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کي دریم مقام خپل کړی وو او د برونزو مډال یې ګټلی وو.