افغانستان د بشري حقونو د شورا د ۵۷دورې د بحثونو یوه عمده موضوع ده

د ملګروملتونو په جنوا دفتر کي د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد اندیشه وايي، افغانستان د بشري حقونو د شورا د ۵۷دورې د بحثونو یوه عمده موضوع ده.

هغه دا خبره نن په یوه پیغام کي د دې شورا تر پیل مخکي کړې ده.

نوموړي ويلي، د سپټمبر نهمه ۲۰۲۴ کال د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مي ناستي پیل دی، چي د اکتوبر تر ۱۱مي دوام کوي.

د هغه په وینا، په‌دې لړ کي افغانستان یو کلیدي او عمده موضوع ده، غونډه به د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر وولکر ترک په راپور باندي پيل سي، په‌دې راپور کي د بشري حقونو د نقض په اړه د حساب ورکوني لاري چاري تر بحث لاندي نیول کېږي.

تمه ده نن د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنيټ هم خپل رپوټ وړاندي کړي.