افغانستان د درې اړخیزي لوبلړۍ پایلوبي ته ووتی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلي د عمان او هانګ الف کرکت لوبډلو د درې اړخیزي لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي عمان الف کرکټ لوبډلي ته په ۴۴ منډو سره ماته ورکړه.

په دې لوبه کي عمان د لوبي پچه وګټله؛ خو افغانستان ته یې د توپوهني بلنه ورکړه، افغانستان د درو لوبغاړو په سوځېدو د دروېش رسولي ۱۰۹ او کريم جنت ۶۰ منډو په جوړولو عمان ته ۲۱۲ منډي هدف ورکړ او د عمان له پاره په توپ اچونه کي شکيل احمد او رفيع الله يو، يو لوبغاړی وسوځوی او یو لوبغاړی رن اوټ سو.

عمان د اوو لوبغاړو په سوځېدو د شعيب خان ۶۲ منډو په جوړولو ۱۶۷ منډي جوړي کړې او د افغانستان له پاره په توپ اچونه کي فريدون او کريم جنت دوه، دوه او بلال سميع او قيس يو، يو لوبغاړی وسوځوی.

افغانستان الف لوبډلي په دې بریا سره د یادي لوبلړۍ پايلوبي ته لاره پیدا کړه او په پایلوبه کي به له هانګ کانګ الف کرکټ لوبډلي سره سبا لوبه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *