افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ د شمشاد ټلوېزیون تړل د بیان پر ازادۍ برید بللی

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ(AMSO) د ط..البانو له‌خوا د شمشاد راډیو او ټلوېزیون تړل غندلي او دا ئې د رسنیو پر خپلواک فعالیت یو بل دروند محدودیت بللی دئ.
دغه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو‌ سره ویلي، چي د ط..البانو دا کار د بیان د ازادۍ، خپلواکو رسنیو او د خلګو د ازاد ږغ د زغملو څرګندونه کوي.
دغه سازمان له نړۍوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د بې‌پولي خبریالانو ټولني، یونسکو او د خبریالانو نړۍوال فدراسیون څخه غوښتنه کړې، چي د ط..البانو پر دې کړنه دي عملي غبرګون وښيي.
په اعلامیه کي ویل سوي، له هغه وخت راهیسي چي ط..البان پر افغانستان واکمن سوي، د رسنیو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګېدلي، ګڼي رسنۍ تړل سوي او خبریالان له دوامدارو ګواښونو او فشارونو سره مخامخ دي.