د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس مطیعالحق خالص وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره د نړیوالي ټولني ملاتړ ته اړتیا لري.
افغانستان په وروستیو کلونو کي د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو لکه بېوخته بارانونو، دوامداره وچکالیو او سېلابونو داسي ځپلی دی چي، د ملګروملتونو د یوې ارزوني لهمخي په شپږو تر ټولو زیانګالو هیوادونو کي شامل دی.
ښاغلي خالص د اذربایجان په پلازمېنه باکو کي کوپ ۲۹ تر عنوان لاندي په جوړ سوي کنفرانس کي لهدې کبله خوښي څرګنده کړه چي، د حکومت استازو ته پهدې غونډه کي د ګډون بلنه ورکړل سوې ده..