افغانستان د فوټبال په لوبه کي قرغزستان ته ماته ورکړه

د افغانستان ۱۷ کلني لوبډلي د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کي د قرغزستان ۱۷ کلني لوبډلي ته دوه پر صفر ماته ورکړه.
دا سیالي د دوشنبې په ورځ په تاجکستان کي د مرکزي اسیا د اتلولیو په خاطر ترسره سوه او د افغانستان راتلونکې لوبه به په چهارشنبه له تاجکستان سره وي.
یادي سیالۍ د شپږو لوبډلو په ګډون تېره شنبه د تاجکستان په کوربتوب پیل سوي دي او د رواني اګسټ میاشتي تر ۲۴مي نېټي پوري به دوام وکړي.