افغانستان سبا- پنجشنبه د زیمبابوې پر وړاندي د کرکټ دوهمه ټسټ لوبه کوي

ټاکل سوې چي د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلي سبا په دوهمه ټسټ لوبه کي سره مخامخ سي.
دا لوبه د کابل پر وخت د غرمې پر دولس نیمو بجو پیلېږي چي پنځه ورځي به دوام وکړي.
د زیمبابوې په کوربه توب د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چي تېره دوشنبه پای ته ورسېده مساوي سوه خو له دې مخکي د دریو یو ورځینو او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټلې.
د زیمبابوې له لوبلړۍ وروسته د افغان لوبډلي راتلونکې سیالي به د آسیا د اتلولۍ په جام یا چمپین ټرافي کې وي.
په دې لړۍ کي به د افغانستان لومړۍ لوبه د نوي ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۹ له اسټرالیا سره وي.