افغانستان سویلي افریقا ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنیو دوه لوبو کي ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د سویلي افریقا لوبډلي ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنیو دوه لوبو کي ماته ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټل.

دوهمه سیالي د جمعې په ورځ تر سره سوه او افغان لوبډلي د پچي تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغانستان د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۱ منډي وکړې.

په افغان توپوهونکو کي رحمن‌الله ګربز ۱۰۵، عظمت‌الله عمرزي ۸۶ او رحمت‌ شاه ۵۰ منډي وکړې.

سویلي افریقا د هدف په تعقیب یوازي ۱۳۴ منډي وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د یادي لوبډلي مخکښ منډه جوړونکی لوبډلمشر ټیمبا بووما وو چي ۳۸ منډي یې کړي وې.

افغان لوبډلي ته په توپ اچونه کي راشدخان ۵، ننګیالي خروټي ۴ او عظمت‌الله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه راشدخان وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *