افغانستان له هند څخه د فوټبال لوبه وګټل

افغان فوټبال ملي لوبډلي د ۲۰۲۶ نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندني په دویم پړاو سیالیو کي له هند څخه دویمه لوبه د ۲/۱ ګولونو په توپیر وګټل.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست وایي، افغانستان تر دې وړاندي له اسټرالیا څخه لوبه ګټلې وه.
تر دې مهاله افغانستان په خپل ګروپ کي ۴ امتیازونه لري، له قطر او کويټ سره هم یوه یوه لوبه پاته ده.