افغانستان نیوزیلنډ ته ۵ـ۱ ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي د لویو وچو جام په پیل سویو سیالیو کي نیوزیلنډ ته ۵ـ۱ ماته ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، یاده سیالي نن چهارشنبه د سپټمبر په ۴مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته په ټایلینډ هیواد کي پیل سوې وه چي د لوبي د ټاکلي وخت تر پای ته رسېدو سره افغانستان په لوی تفاوت دغه سیالي وګټله.

دا د لویو وچو جام په روانو سیالیو کي د افغانستان دویمه بریا ده چي په لومړۍ لوبه کي یې ګواټیمالا ته ماته ورکړې وه او دویمه سیالي یې کوېټ ته بایللې وه.

په نننۍ سیالۍ کي افغان لوبډلي د لوبي په لومړۍ نیمايي کي یوازي یو ګول وهلی، خو د لوبي په دویمه نیمايي کي يې ۴ ګولونه ووهل.

ټاکل سوې ده چي افغانستان به د راتلونکي جمعې په ورځ خپله وروستۍ سیالي له کوربه ټایلینډ سره ترسره کړي چي د ګټلو په صورت کي د لویو وچو جام سیالیو د اتلولیو د ګټلو چانس هم لري.