افغانستان په سیمه کي د امنیت، سولي او ثبات د تامین په برخه کي مهم دی

د شانګهای د همکاریو سازمان ویلي چي افغانستان په سیمه کي د امنیت، سولي او ثبات د تامین په برخه کي مهم دی او افغانستان به د ټولو خواوو په ګټه له ترهګرۍ څخه پاک وي.

د دغه سازمان سرمنشي، ژانګ مينګ په يوه مرکه کې ویلي، چي په سيمه کي سوله او ثبات د افغانستان په سوله او ثبات پوري تړلی دی او له همدې نظره د افغانستان مسله په سیمه‌ییزه کچه د اهميت وړ ده.

نوموړي همدا راز په افغانستان کي د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، او په وینا یې داسي یو حکومت باید جوړ سي چي د ټولو خلکو سیاسي استازي پکښي ګډون ولري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ویلي، دوی غواړي چي افغانستان له ترهګرۍ، جګړې او نشه‎يي توکو څخه پاک هیواد سي.

ښاغلي مينګ په افغانستان کي د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه هيله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چي په راتلونکي کي به په افغانستان کي د ټولو سياسي، قومي او مذهبي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره يو حکومت جوړ سي.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي دی چي اوسنی حکومت پخپله ټول‌شموله دی.