افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي سويلي افریقا ته ستره ماته ورکړه

د هيواد د کرکټ ملي لوبډلي د درېیو نړيوالو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کي د لومړي ځل لپاره سويلي افریقا ته ماته ورکړه.
دغه سیالي د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کي ترسره سوه.
د نننۍ لوبي پچه د سويلي افریقا لوبډلي وګټل او د افغانستان پر وړاندي یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.
په نننۍ سیالي کي افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه او د سويلي افریقا ټوله لوبډله یې په ۳۴م اور کي په ۱۰۶ منډو وسوځول.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کي فضل الحق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان د سويلي افریقا دوه لوبغاړي و سوځول.
په مقال کي افغان لوبډلي ورکړل سوی هدف په ۲۶م اور کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سويلي افریقا ته یې د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۲۰مه ترسره کړي.