افغانستان کي د سرپرست حکومت له هغه ګواښ وروسته چي وایي، له یوناما سره به همکاري ونه ‌کړي، ملګري ملتونه وایي، له طالبانو سره به ښکېلتیا ته دوام ورکړي

د یوناما وېب‌پاڼي د راپور له ‌مخي د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوچاریک پرون جمعه په نیویارک کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، ملګري ملتونه به په افغانستان کي د طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو اړخونو سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي او دا سازمان به هغه ماموریت مخته یوسي چي امنیت شورا ورته ټاکلی دی.

هغه زیاته کړه، ملګروملتونو تل خپل ماموریت تعقیب کړی او هغه هم بې پرې او په ښه نیت سره او دا سازمان تل پر هغو نورمونو درېدلی او هغه یې مخته کړي چي د بشري حقونو او مساواتو پیغامونه ورکوي.

د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت د پنج‌شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه اېکس‌‌پاڼه کي په یوه بیان کي ویلي وه چي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له ‌خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر د یوناما ملاتړ او ورسره همکاري نه‌‌ کوي او هغه یو مخالف لوری بولي.