افغانستان کي څلور خبريالان دطالبانو له بنده ازادسول

په افغانستان کي د ازادو خبریالانو ټولنه وایي، نن د اګسټ پر ۳۱ مه هغه څلور خبریالان خوشي سول، چي څه موده مخکي نیول سوي ول.
په ننګرهار کي دوه خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په کندهار کي د طلوع نیوز خبریال عطاء الله عمر او په کندوز کي د سلام وطندار خبریال حسیب الله حساس وه، چي نن خپلو کورنو ته ستانه سول.
د ننګرهار دوو خبریالانو شل ورځي په بند کي تېري کړې.
د خبریالانو دغه بنسټ د یادو خبریالانو پر خوشي کېدو خوښي وښوده.
اړوندو امنیتي ادارو ددې خبریالانو د نیولو اړوند کوم واضح دلیل تر اوسه د رسنیو سره ندی شریک کړی.