افغانستان کي ۱۵ ميليونه انسانان د سختي لوږي سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ په يوه بيان کي ويلي دي، چي په افغانستان کي ۱۵ ميليونه انسانان د سختي لوږي د خطر سره مخ دي.
دغه سازمان وايي د‌ افغانستان د هر پنځو کسانو یو کس د اړتیا وړ بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري، ترڅو خپل ژوند ورباندي وکړي.
د دغه سازمان د راپور په اساس ، د بوديجې د کمښت له امله، زرګونه افغانان د خواړو د مرستو د ترلاسه کولو څخه محروم سوي دي.
دغه سازمان دغه راپور پر داسي مهال ورکړی، چي افغانستان کي د‌بيکارۍ او غريبۍ ګراف ورځ تر بلي لوړيږي.
نړۍوالو سازمانونو خبر ورکړی، که نړۍواله ټولنه د افغانان ملاتړ و نه کړي، دغه حالت به نور هم جدي سي.