افغانستان یو بل کم عمره داسي لوبغاړی موندلی چي په کم وخت کي یې د ډېرو پام ځانته واړاوه.

۱۸ کلن الله محمد غضنفر د بنګله دېش خلاف وروستۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه کي د نړۍ کمسارې داسي ښه توپ اچوونه وکړه چي تر مودو به یادېږي او وار له مخه یې د کرېکټ د مینه والو، نړیوالو او سوداګریزو لیګونو پام ورخپل کړی.

ښاغلي غضنفر د رواني نومبر میاشتي پر شپږمه د بنګله دېش خلاف لومړۍ لوبه کي د ۲۶ منډو بدل کي د شپږو مخالفو لوبغاړو په اوټولو د پاکستان له وقار یونس او افغان راشد خان وروسته د دریم داسي لوبغاړي ریکارډ خپل کړ چي په کم عمر کي یې په یوه نړیواله یو ورخنۍ لوبه کي شپږ لوبغاړي اوټ کړي دي.

وقار یونس په ۱۸ کلنۍ کي دا کارنامه نږدې درې نیمي لسیزي وړاندي د سري لنکا خلاف لوبه کي کړې وه او راشد خان بیا په ۲۰۱۷م کال د ایرلنډ شپږ لوبغاړي سوځولي وه خو اوس بل افغان یې پر پله پل کښېښود او په داسي ریکارډ کي دریم سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *