د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي په مرکز کابل کي نامعلومو کسان افغانه سندرغاړې زلاله هاشمي د ۱۶ ورځو راهيسي تښتولې او نامعلوم ځای ته ئې انتقال کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي د دغي سندرغاړي کورنۍ د هغې ډېره پلټنه کړې خو تراوسه پوري ئې نه ده پيدا کړې.
سرچينه زياتوي چي د ط..البانو امنتي ادارې ئې هم په موندولو کي پاته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي درې ورځي وړاندي هم غلو په کابل کي د يوې ډاکټري څلور کلنه لور تښتولې وه، چي وروسته ئې زندۍ کړې او وژلې وه