افغان ابدالیان لوبډلی د اکسپلور افغانستان درې اړخېزي لوبلړۍ په لړ کي خپله دریمه لوبه ایرلنډ الف لوبډلي ته وبایلله. افغان لوبډلي د خپل ۱۷۳ منډو هدف په دفاع کي څلور ویکټي ترلاسه کړې خو سیالي لوبډلې وکولای سول، چي یاد هدف بشپړ کړي او د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړي.
افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کي د خپلي څلورمي لوبی په موخه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سریلانکا الف لوبډلي پر وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.