افغان ابدالیان لوبډلي په اکسپلور افغانستان درې اړخیزه لوبلړۍ کي خپله لومړۍ لوبه سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله. سیالي لوبډلي د افغان ابدالیانو د ۲۴۹ منډو هدف د لوبې په ۴۲م اور کي د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه ئې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
افغان ابدالیان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې د خپلي دویمې لوبي په موخه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي.