د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوې دي، چي د پاکستان په مرکز اسلام اباد کي افغان خبرياله فرشته سديد د پاکستاني پوليسو له خوا نيول سوې او زندان ته اچول سوې ده. دغه راز دغه سازمان په پاکستان کي د مېشت افغان خبريالانو د وضيعت په اړه اندېښنه ښوودلي ده او زياتوي، چي په پاکستان کي افغان خبريالان په سخت حالت کي ژوند تيره وي.
یاد سازمان وايي، د افغان خبریالانو پر وړاندې دا ډول چلند نه یوازې د بیان ازادۍ او بشري حقونو خلاف دي، بلکې د خبریالۍ مسلک ته هم جدي خطر پېښوي.
دغه سازمان زياتوي چي افغان خبریالان د طالبانو له ګواښونو، سانسور او محدودیتونو تښتېدلي وو، خو اوس په درېیمو هېوادونو کي هم له ناامنۍ، حقوقي ستونزو او تبعیضي چلند سره مخ دي.
د افغانستان دخبريالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چي ژر تر ژره دي افغان خبرياله فرشته سديد خوشي کړي.