افغان روغتيايي مؤسيسي د هلمند په سنګين او کجکي ولسوالۍ کي شپږ روغتيايي مرکزونه جوړ او ګټي اخېستني ته ئې وسپارل .
د دغه مؤسيسي مسؤلين وايي، چي دغه د سنګين او کجکي ولسوالۍ په شپږو روغتيايي مرکزونو باندي ټول ټال ۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دئ.
دغه روغتیایي مرکزونه د مور او کوچني او خوارځواکه کوچنيانو د تداوۍپه برخه کي فعالیت کوي، چي په دې سره به د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزي په ياده برخه کي حل سي.
دغه راز د سنګین او کجکي ولسوالیو اوسېدونکي د یادو روغتیایي مرکزونو په جوړېدو خوښي څرګندوي، د هغوی په خبره چي تر دې مخکي ئې په خپلو سيمو کي د دغه ناروغيو د تداوۍ په برخه کي روغتيايي مرکزونه نه درلودل، چي په دې سره به د دوی ستونزي هم حل سي.