افغان سوداګر : د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کي راغلي نوري لانجې لا هم پر ځای پاته دي

که څه هم د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، له پاکستان سره په سوداګرۍ کي ستونزي حل سوي، خو افغان سوداګر وايي د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کي راغلي نوري لانجې لا هم پر ځای پاته دي.

که څه هم په زرګونو موټرچلوونکو پر تورخم او نورو دروازو د تګ راتګ لنډ مهاله اسناد یا ټاډ ترلاسه کړی، خو پر تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر لا هم عادي سوی نه ‌دی.

د ټاډ په نوم د دغه لنډ مهاله سند په مرسته افغان او پاکستاني موټرچلوونکي کولای سي د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي، خو په هرو شپږو میاشتو کي باید دغه لنډ مهاله سند تمدید کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مدیره پلاوي یوه غړي خان جان الکوزی وايي، تر اوسه زرګونو موټر چلوونکو ته ټاډ سندونه ورکړل سوي.

ځینو موټر چلوونکو اعتراض کړی، چي د ټاډ سند ترلاسه کول زیات وخت نیسي او د هغه لپاره زیاتو نورو کاغذونو او اسنادو ته اړتیا وي.

د تازه مېوو ځیني افغان سوداګر وايي، له دوو اوونیو یوه بله لانجه دا راغلې چي په خیبر دره کي ځینو کسانو د اعتراض په ډول د سوداګریزو موټرونو مخه نیولې ده.