افغان سوداګر وایي، پاکستان په ناقانونه توګه د دوی پر ټرانزیټي مالونو مالیه لوړه کړې.

افغان سوداګر وایي، پاکستان په ناقانونه توګه د سیاسي فشار په خاطر د دوی پر ټرانزیټي مالونو مالیه لوړه کړې چي دا کار یې د سوداګرۍ او ټرانزيټ له اصولو سره په ټکر کي دی.

دوی له حکومتي مسولینو څخه غوښتنه کوي چي باید په افغانستان کي هم د پاکستاني ټرانزیټي مالونو سره ورته چلند وسي لکه دوی چي یې کوي.