افغان سوک وهونکي محمدزکریا زماني د شنبې په ورځ د روسیې په یکاترینبورګ ښار کي د خپل روسي سیال ګاریک ګورکیان پر وړاندي بریا خپله کړه.
دا سیالي د «آرسيسي» سازمان تر چتر لاندي جوړه سوې وه. د يادي سيالۍ پرمهال ګورکیان د څلورم پړاو څخه مخکي له سیالۍ لاس واخیست او زماني بریا خپله کړه.
دا د زماني نهمه مسلکي بریا ده، چي له ۲۰۱۹ کال راهیسي ئې درې هندي، پنځه تایلندي او یوه روسي سیال ته ماته ورکړې ده.