افغان لوبډلي د يوګاندا په وړاندي ستره بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کي یوګاندا ته په ستر توپیر ماته ورکړه. افغان اتلانو له خپل ۱۸۴ منډو هدف په بریالیتوب دفاع وکړه، سیاله لوبډله یې په ۵۸ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۲۵ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.