د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دویمي ټېسټ لوبي په درېیمه پاڼۍ کي افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ټولټال ۳۶۳ منډي وکړې او زېمبابوې ته یې ۲۷۸منډي هدف ورکړ.
په دې پاڼۍ کي د افغانستان په ګټه رحمت شاه ۱۳۹ او عصمت علم ۱۰۱ منډي جوړي کړي دي.
بل خوا بیا د زېمبابوې په ګټه موزرباني ۶ او نګرېوا ۳ ویکټي واخیستې.