افغان مېرمني: سره چوکۍ؛ د افغان مېرمنو ملاتړ، رشخند او که د مسؤليت څخه تېښته

په قطر کي د افغانستان له پاره د ايټالياسفارت د افغان ميرمنو د ملاتړ او د هغوی د حمايت په موخه د سرې چوکۍ په نوم چوکۍ ايښې او زياتوي چي دا کړنه د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه کوي.
بلخوا يو شمېر افغان مېرمني د ايټاليا د دولت دغه اقدام يو نمايشي کار بولي او زياتوي، چي افغان ميرمني په افغانستان کي خورا زياتي ستونزي لري هيچا ئې نه ملاتړ کړی او نه ئې هم د هغوی ږغ پورته کړی دئ.
دغه مېرمنو د څراغ تلوېزيون سره د ايټاليا پر دغه کړنه نيوکه کړې او زياتوي چي دا په افغان مېرمنو باندي رشخند وهل دي او په خبره ئې چي د دا ډول نمايشي کارونو پر ځای بايد اساسي کارونه د افغان مېرمنو له پاره تر سره کړي.
دغه مېرمني وايي چي د ایتالیا سفارت دغه ډول نمایشی کارونه تر سره کول داصلي مسؤلیت څخه د ځان خلاصولو په معنی دي.
د ايټاليا سفارت دغه نمايشي کړنه پر داسي مهال ترسره کړې، چي د افغان نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې بندي دي.
په دغه هيواد‌ کي دمور او ماشوم مړینه زیاته سوې او
افغان مېرمني په افغانستان کي په ټولو برخو کي محوه سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *