د افغانستان نوولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړۍوالي شورا د ۲۰۲۶م کال نړۍوال جام سیالیو ته لاره وموندل. افغان ځوانانو غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کي خپلي لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلي او د نن ورځې مهمه او وروستۍ لوبه، چي د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده. په درې بریاو سره افغان لوبډلي د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ رنرېټ په لرلو سره ئې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، چي د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کي به په زمبابوې او نیمبیا هيوادونو کي ترسره سي.