افغان کرکيټ ملي لوبډلي هالنډ ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

افغان کرکيټ ملي لوبډلي هالنډ ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

په روان نړۍ وال جام کي دا د افغانستان څلورمه بریا سوه. اوس د افغان لوبډلي نمرې اته سوې او په جدول کي تر پاکستان مخته پر پنځم مقام راغلی.

په دغه لوبه کي هالنډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه چي افغان لوبډله وتوانیدله په دوه دیرشم اور کي د ۳ لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف پوره کړي.

دې لوبه کي کپتان حشمت شهیدي ۵۶ ناسوځيدلي منډي وکړې او رحمت شاه بیا ۵۲ منډي جوړي کړې. د افغانستان لپاره محمد نبي ښه توپ اچونه وکړه. هغه په نهه عشاریه درو اورونو کي ۲۸ منډي ورکړې او د هالند درې لوبغاړي ئې وسوځول.

افغانستان تر دې دمه اووه لوبي کړي څلور ئې ګټلي درې ئې بايللي دي. د افغانستان راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ د نومبر پر اوومه د استرالیا سره تر سره کيږي.