افغان کرکیټ ملي لوبډلي د کرکیټ په نړۍ وال جام کي سریلانکا ته هم ماته ورکړه

افغان کرکیټ ملي لوبډلي د کرکیټ په نړۍ وال جام کي سریلانکا ته د حشمت او عظمت په پنځوسیزو سره ماته ورکړه. روان نړۍ وال جام کي دا درېيمه لوبه ده چي افغانستان ئې ګټي.. په دې بریا سره د افغانستان نمرې شپږ سوې او په جدول کي پنځم مقام ته پورته سو.

په دغه لوبه کي سریلانکا افغانستان ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه چي افغان لوبډله وتوانیدله په ۴۵ عشاریه اورنو کي د ۳ لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف پوره کړ. او په ۷ ویکټو ئې یاده لوبه وګټله.

دې لوبه کي عظمت عمرزي ۷۲ او شهیدي ۵۷ ناسوځيدلي منډي وکړې. رحمت شاه ۶۲ او ابراهیم ځدران ۳۹ منډي وکړې. په بالینګ کي فضل الرحق فاروقي د سریلانکا ۴ لوبغاړي وسوځول.