افغان کورش‌کارانو په ایران کي د سولي او دوستۍ جام سیالیو کي څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي دي

په ایران کي د سولي او دوستۍ تر نامه لاندي د کورش‌کارانو سیالیو کي افغان لوبغاړو صفی‌الله جلیل‌زاده، مهرالله غني، جاوید شېرزاد او فتیح‌الله میرزايي د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

صفي‌الله جلیل‌زاده په ۶۰ کیلو ګرامه وزن کي، مهرالله غني په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کي، جاوید شیرزاد په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کي او فتح‌الله میرزايي په ۸۱ کیلو ګرامه وزن کي افغان لوبغاړي وه چي د دغو سیالیو د سرو زرو مډالونه یې په خپل نوم کړل.

د سولي او دوستۍ جام سیالۍ د ایران په سیستان او بلوچستان کي د افغانستان، پاکستان، سریلانکا او د کوربه ایران دوو لوبډلو ترمنځ پیل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *