افغان کډوالو ته ویل سوي چي خالي لاس به خپل وطن ته ستنیږي او هیڅ شی به نه وړي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کي استوګن د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکي کډوال وايي، د کورونو ټول وسایل یې پاته دي او اجازه نه ورکول کېږي چي له ځان سره یې یوسي.
یو شمیر هغه افغانان چي د مارچ له ۳۱ مي وروسته د پاکستان د حکومت له لوري په زور افغانستان ته لېږل سوي، هم ورته ادعا کوي او وايي، د کورونو ټول وسایل ورڅخه ګرځول سوي دي.
افغانستان ته تللي کډوال د پاکستاني پولیسو دا کار لوی ظلم بولي او وایي، چي له دې امله له سختو ننګونو سره مخ سوي دي.
د کډوالو د حقونو ځیني فعالین وایي، پاکستان د کډوالو ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او حقونو ته په کتو، د دوی د شتمنیو د ستنولو حق نه لري.
د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسي، د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه شدیده کړې او سلګونه افغان کډوال یې چي په اسلام آباد او راولپنډۍ کي نیولي وه افغانستان ته په زور لېږلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *