د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي رئیس جعفر سيدآبادي د يکشنبې په ورځ د يوې غوندي پرمهال ويلي چي ايران د افغان کډوالو د کوربتوب په برخه کي خپل رسالت ادا کړی دئ.
د هغه په خبره چي د ايران د دولت چلند له افغان کډوالو سره تل پر احترام، عزت او انساني کرامت باندي ولاړ دی.
هغه دغه راز زیاته کړې، چي د ایران اسلامي جمهوریت د افغانانو د سختو حالاتو او ځانګړو شرایطو ته په کتلو سره، د کډوالو له پاره د انساني خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کي د توان تر کچي پوري خپل مسؤليت ادا کړی.
نوموړي زیاته کړې چي اوس مهال ایران د افغان کډوالو له پاره د عزتمند او داوطلبانه بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي دي، ترڅو افغان کډوال په خپله خوښه له دغه هيواد څخه خپل هيواد ته ولاړ سي.
بلخوا بیا ډېرو نړۍالو سازمانونو د ايران د حکومت د خوا د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او غیر معیاري سلوک له امله نیوکه کړې ده.د حالوش خبري اژانس د جمعې په ورځ په يوه خپاره سوي راپور کي ويلي، چي شاوخوا ۹ زره افغان کډوال د زاهدان په الغدیر کمپ کي په ګڼه ګوڼه، لوږه او تنده کي بند ساتلي دي . د دې اژانس د راپور له مخي، یو شمېر خیریه بلوڅو وګړو د دې کډوالو د ژوندي پاته کېدو له پاره د کمپ له دروازې لاندې اوبه او ډوډۍ ورته رسوي.
په ورته وخت کي افغان کډوال هم د ايران د حکومت د ناسم چلند څخه شکايت کوي، هغوی وايي چي د ایران دولت ئې په زور او جبر د دغه هيواد څخه شړي او ورسره غیرانساني سلوک کوي