افغان کډوال د پي ‌او‌ آر کارتونو په لرلو سره بیا هم د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کیږي

د بلوچستان په کوټه ښار کي یو شمېر افغان کډوال شکايتونه کوي چي د پي ‌او آر کارتونو په درلودلو سره بيا هم د پاکستاني پوليسو له خوا نیول کیږي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ايستلو د لړۍ په دوام تازه پاکستاني پولیسو د کوټي ښار له ځینو سیمو څخه یو شمېر افغان کډوال نیولي او په چمن کي بندیان دي.
دغه کډوال وايي، له شاوخوا شلو کلونو راهیسي یې په کوټه کي ژوند کاوه او له دوی سره د اوسېدلو د تثبيت یا پي ‌او ‌آر راجستر سوي کارتونه هم ورسره وه.
د پاکستان په کراچۍ ښار کي د افغان کډوالو مدافع وکیلي منیزې کاکړ هم د دغو افغان کډوالو پر توقیف نیوکه کړې او ویلي يې دي چي ټاکل سوې دوی په زوره افغانستان ته ولېږل سي.
د روان کال د اپرېل پر ۱۵مه د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د پیلولو له ضرب الاجل یوه ورځ وروسته پولیس د افغانانو کورونو ته ورغلي او خبرداری یې ورکړى چي له پاکستانه ووزي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسي د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چي تر اوسه یې تر ۵۲۰ زرو زیات کډوال له ياد هیواده ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.