د ایران څخه راستانه سوي افغان کډوال، چي د هرات له لاري کابل ته سفر کوي، د مسافر وړونکو بس موټرونو د لوړو کرایو له امله شکایت کوي. د دوی په وینا، دغه موټر چلوونکي د هرات څخه کابل ته د سفر له پاره له هر مسافر څخه ۲۵۰۰ افغانۍ کرایه اخلي، چي دا د پخوا په پرتله دوه برابره زیاته ده او د کډوالو له پاره یوه لویه بېانصافي بلل کیږي.
راستانه سوي کډوال وايي، چي دوی د ایران څخه په تش لاس خپل هيواد ته راغلي، خو دلته د ترانسپورټي شرکتونو له خوا ورڅخه په زياته اندازه پيسې اخيستل کېږي.
دوی ادعا کوي، چي د ترانسپورټي شرکتونو مسؤلین او موټر چلوونکي د دوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي او هیڅ ډول قانوني نظارت د دولت له خوا ورباندي نسته.
دغه افغان کډوال د ط.البانو د اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د ترانسپورټ وزارت څخه غوښتنه کړې، چي د دې ستونزي د حل له پاره جدي اقدام وکړي. دوی وايي، چي د کرایو د نرخونو تنظیم او د موټر چلوونکو د خودسرو کړنو مخنیوی اړین دئ.