افغان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله متحده عربي‌ اماراتو ته روانه سوه

د افغانستان ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندي، راتلونکي درې اړخیزي لوبلړۍ او د ۲۰۲۴ اسیا جام سیالیو لپاره په تمریناتي کمپ کي د ګډون او بشپړ چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه سوه.

ټاکل سوې، چي د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ به، د ۱۹‌کلنو اسیا جام سیالیو وړاندي، د رواني نومبر میاشي په ۱۳مه نېټه پیل او د همدې میاشتي تر ۲۶مي نېټې به دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *