د افغانستان ۱۹کلنو ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلي د درې اړخیزي لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کي د پاکستان ۱۹کلنو کمعمره کرېکټ ملي لوبډلي ته د ۱۰۰ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او په یاده لوبلړۍ کي یې لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.
افغان ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډله به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کي خپله دویمه لوبه د رواني نومبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندي ترسره کړي.