اف اې او د افغانستان په اته ولایتونو کي پر ۱۵۰۰ ښځو د مچیو د روزني د بستو د وېش خبر ورکړی

د ملګروملتونو د خوړو او کرني ادارې “اف اې او” په نورستان او د افغانستان په اووه نورو ولایتونو کي پر ۱۵۰۰ ښځو د مچیو د روزني د بستو د وېش خبر ورکړی.

دغه ادارې په یوه راپور کي ویلي، دا مرستي د کلیوالي معیشت د پیاوړتیا او خوراکي خوندیتوب د پروګرام برخه ده.

د اف اې او په وینا، هغو مېرمنو چي د مچیو د روزني د وسایلو بستې ترلاسه کړي، د خپلو کورنیو مسوولیت ور دغاړي دی.

په دغو بستو یا کڅوړو کي د مچیو روزني تجهیزات او د خوندیتوب وسایل شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چي په افغانستان کي ښځي د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لري.

د ملګروملتونو د دې ادارې د معلوماتو له‌مخي، په هیواد کي زرګونه ښځي د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *