الهام علي اف د پنځم ځل لپاره د ٩٢ دوه نوي سلنه رايو په ګټلو سره د اذربايجان ولسمشريزي ټاکني وګټلي

د اذربایجان اوسنی ولسمشر الهام علییف د 92.1٪ رایو په ترلاسه کولو سره د هیواد د ټاکنو مرکزي کمیسیون (CEC) په وینا مخکښ دی.

دغه شمېره د انتخاباتو د کميسين رييس مزاخیر پنجوف له خوا د چهارشنبې د ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۹۳٪ رایو له شمېرلو وروسته اعلان شوه.

خپلواک نوماند زاهد اوروج د ۲،۱۹ سلنه رایو په تر لاسه کولو وروسته، د ستر تخلیق ګوند مشر فضل مصطفی د ۲ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره دویم دی.

نورو نوماندانو له ۲٪ څخه کمې رایې خپلې کړې دي.

د 2024 کال د اذربایجان د ولسمشریزو ټاکنو اصلي ځانګړتیا دا وه چې د اذربایجان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د آزاد شوي قره باغ سیمې په ګډون د هیواد په ټوله خاوره کې ترسره شوې.

هلته رایه اچونه په هیواد کې ترټولو لوړه شوې ده. د ټاکنو کمېسیون وايي، د ټاکنو له پیل څخه دوه ساعته وروسته په سیمه کې شاوخوا ۳۰ سلنه رایې اچول شوې دي.

بهرنيو او سيمه ييزو څارونکو د يو زيات شمېر خبريالانو ترڅنګ د ټاکنو څارنه کوله.