الوتکه او د افغان ماشوم جالبه ادعا سوې کيسه

افغان هلک د الوتکي د ماشین په کڅوړه کي پټ سو او ډهلي ته ژوندی ورسېدی

ډهلي – سپتمبر ۲۲، ۲۰۲۵:

:هندي رسنۍ «دي نیو انډین ایکسپریس» وایي
يو ۱۳ کلن افغان هلک د کام اېر پر الوتکه کي د څرخ په کڅوړه کي ځان پټ کړی وو او د کابل نه ډهلي ته د ۹۴ دقيقو پرواز يې ژوندی تېر کړ. هلک په سالم روغتيايي حالت کي د انديرا گاندي نړيوال هوايي ډگر ته ورسېدی.

د فلایټ RQ4401 اېربس A340 د يکشنبې په سهار له کابل نه والوت او د ډهلي ټرمنل ۳ کي کښته سوه. د ځمکني خدمتونو کارکوونکي دغه هلک وليدی چي په محدود ځای کي ګرځي او سمدستي يې چارواکي خبر کړل.

امنيتي سرچينو وويل، هلک غوښتل ايران ته ولاړ سي، خو تېروتنه يې وکړه او د هند پرواز ته وخت. هغه ومنله چي د کابل هوايي ډگر کي د نورو مسافرو تر شا ورننوتی او د څرخ په کڅوړه کي پټ سوی وو.

د مرکزي صنعتي امنيتي ځواک لخوا ونېول سو او وروسته پوليسو ته وسپارل سو. د کمتري عمر له امله د قانوني تعقيب وړ نه دی.

کارپوهان دغه عمل ډېر خطرناک بولي. د هوانوردي کارپوه کپتان موهن رانگاناتهن وويل، ښايي هلک د څرخ د تړل سوي کڅوړې دننه پاته سوی وي چي فشار او تودوخه يې د کابېن سره ورته وه، او په همدې ډول ژوندی پاته سوی دی. خو ډاکټران ټينگار کوي چي په عادي حالت کي د ۳۰ زره فوټه لوړوالي سړې هوا او د اکسيجن کمښت د مرگ سبب ګرځي.

نړيواله احصايه

په ټوله نړۍ کي يوازي يو له پنځو کسانو چي د څرخ په کڅوړه کي پټيږي، ژوندی پاتې کېږي.

په هند کي نادره پېښه

دا په هند کي يوازي دوهم ځل دی چي داسي پېښه ثبتېږي. تر دې وړاندي، په ۱۹۹۶ کال کي دوه وروڼه د برتانوي اېروېز الوتکه کي پټ وختل. يو ژوندی پاته سو، خو بل د لندن په هېترو هوايي ډگر کي مړ وموندل سو.