اماني صندق په تېر کال کي د ۱،۳ ميليونه افغانانو سره مرسته کړې

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي (اماني) صندوق د سه شنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دغه صندوق په تېر ۲۰۲۴ ميلادي کال کي د افغانستان له پاره ۳۶،۹ ميليونه امريکايي ډالره مرسته را ټوله کړې وه، چي په همدې کال کي ئې پر ۱،۳ ميليونو اړمنو افغانانو ته ئې په مستقيم ډول باندي رسولې وه.
په خبره پاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه مرسته شاوخوا ۴۸،۳ سلنه ئې په افغانستان کي اړمنو ښځو او نجونو ته ورکړې د.