د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ورکړی چي د امريکا لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو ورځو کي د تیر جمهوري نظام د چارواکو سره رسمي او تخصصي ناستي کړي دي؛ ترڅو د افغانستان د خلګو له پاره د مرستو او ملاتړ پروګرامونه چمتو او پياوړي کړي.
په دغو ليدنو د ښځو او نجونو د حقونو پیاوړتیا، د لوړو زده کړو، تحصیلي بورسونو، مدني ټولنو او د خبریالانو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه او بحث سوی دئ.
دغه راز په دغو ليدنو کي د افغان محصلانو، مدني فعالانو او خبریالانو له پاره د دریمو هيوادونو د لاري د ملاتړ پروګرامونه پراخ کړي او د افغانستان تعلیمي بنسټونو ته دوامداره ملاتړ برابر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا ناستي د امريکا تر ستراتېژۍ لاندي کېږي او د امریکایي اتباعو امنیت او ګټي په کښي لومړیتوب لري.
راپور زیاتوي چي امریکا له نړۍوالو او سیمهییزو متحدینو سره کار کوي؛ ترڅو پر ط..البانو فشار ډېر کړي او د افغانانو بشري مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
امريکا ويلي، چي دغه ليدني ئې د يو امن افغانستان له پاره تر سره کړي دي.