امريکا د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه ټينګار او د ملاتړ په اړه یې ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو سفارت وایي، ترهغو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کي د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانيستل سوي نه وي.

د دې سفارت مرستیال ډونالډ براون په هغه ویډیویي پیغام کي چي، د دې سفارت په ایکس‌پاڼه کي خپور سوی ويلي، په ټوله نړۍ کي زده‌کونکي بېرته ښوونځیو ته ستانه سوي، خو د افغانستان په ټولګیو کي ۱،۴ ميلیونه څوکۍ خالي پاته دي، هغه څوکۍ چي د ده په خبره د نجونو لپاره ځانګړي سوي دي.

براوون وویل، متحده‌ایالات له هغو افغان کورنیو سره پیوستون څرګندوي چي، زده‌کړي د یوه حق په توګه د ټولو لپاره غواړي.

هغه زیاته کړه چي، متحده‌ایالات به د افغان زده‌کونکو ملاتړ ته دوام ورکړي او هيڅکله به د ټولو زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانيستلو له غوښتني پر شا نه‌سي، ترڅو وکولای سي چي د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي.