امريکا د بلوڅو ازاديپال ډله د بهرنيو ترهګرو ډلو ليست ته اضافه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي د بلوڅ ازادیپال پوځ (BLA) او د دې ډلي د مجید لېوا وسلوال ئې د بهرنیو ترهګرو ډلو لیست ته اضافه کړي دي.
دا پرېکړه امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر د سفر پر مهال سوې ده.
بلوڅ ازادیپال پوځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کي فعاله تر ټولو پیاوړې وسلواله ډله ده، چي پاکستان ئې پر خپلو طبیعي زېرمو د لوټ تور لګوي او د خپلواکۍ له پاره وسله واله مبارزه کوي.
دا ډلي تېره مارچ مياش کي هغه مهال نړۍوالو ته ډېره وپېژندل سوه، چي له کوټي پېښور ته پر تلونکي اورګاډي ئې برید وکړ، لسګونه کسان ئې یرغمل او پاکستاني ځواکونو ته ئې مرګ‌ژوبله واړوله.
امریکایي چارواکو ویلي چي BLA د اورګاډي تښتوني مسئوليت منلی او د برید پر مهال ۳۱ ملکي او امنیتي کسان وژل سوي، له ۳۰۰ ډېر مسافر یرغمل سوي وو.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوځ د خپل ځان له پاره تر ټولو لوی سرخوږی دغه ډله بولي.