امريکا د فرانسې له خوا د‌ فلسطین د دولت په رسميت پېژندلو مخالفت کړی

امریکا د فرانسې د هغه پرېکړي مخالفت کړی، چي له مخي ئې فلسطین د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کي په رسميت پېژني.
مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندي ويلي، چي د فرانسې دغه پرېکړه د غزې د سولي پروسه ځنډوي. هغه زیاته کړه: «دا پرېکړه یوازي د حماس د منفي تبلیغاتو له‌ پاره ګټه لري.»
دا په داسي حال کي ده، چي مانويل مکرون، تیره شپه ویلي چي فرانسه د خپلو تاریخي ژمنو له مخي، د عادلانه او پایداره سولي د ترلاسه کولو له پاره، د فلسطین دولت په رسميت پېژني