د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستي راپور کي راغلي، چي ط..البانو په ۲۰۲۴ ميلادي کال کي په افغانستان کي پراخي بشري سرغړوني کړي.
په راپور کي ويل سوي، چي د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي د افغان مېرمنو اساسي حقونه محدود سوي او هغوی د زدهکړو، کار او ازاد تګ راتګ له حقونو څخه بې برخي سوي دي.
د راپور په حواله چي د ط..البانو دغه محدوديتونو يوازي د افغان مېرمنو ژوند نه دئ سخت کړی؛ بلکي د ټولو افغانانو پر ټولنيز ژوند ئې منفي اغېز کړی دئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کي په افغانستان کي د ځان وژني د پېښو، انساني قاچاق، شکنجې، دبدني سزاوو زياتوالی، د نشه يي توکو قاچاق، په وسله والو جګړو کي د کوچنيانو کارول او پر رسنيو او د بيان پر ازادۍ د بنديز څخه يادونه سوې.
راپور ليکي، چي ط..البانو د رسنيو او خبريالانو څخه خپلواکي اخيستي ، خبریالان ئې وهلي او ان تر دې چي کډوالۍ ته ئې اړ کړي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ط..البانو پر دغه کړنه باندي اندېښنه ښودلې ده او د ط..البانو دغه ښکاره سرغړوني ئې غندلي دي او ويلي ئې دي، چي د افغانان ترڅنګ ولاړ دي.